ورزش

دهيواد د نولس کلنو ځوانانو د کرکټ ملي ټيم د پاکستان د کرکټ له ملي ټيم سره لوبه کوي

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٦
د هيواد د نولس کلنو ځوانانو د کرکټ ملي ټيم نن د پاکستان د نولس کلنو ځوانانو دکرکټ له ملي ټيم سره لوبه کوي.
دکرکټ بورد د رسنيو مسوول عزيز غروال د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سيالۍ د پاکستان د لاهور په ښارکې ترسره کيږي.
دخبرځاى د څرګندونو له مخې: د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو د ملي ټيم غړي د يو لړ تمرينونو او دوستانه لوبو د ترسره کولو په مقصد د پاکستان په لاهور ښارکې دي .
دغه ټيم په څلورو لوبوکې چې تراوسه پورې د لاهور له ټيمونو سره ترسره کړې دي؛
په ټولو لوبوکې يې خپلو سيالانو ته ماتې ورکړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته