نړۍ

دفرانسې جمهور رييس : دروسيې او ترکيې ترمنځ دجګړې خطر شته .

پاريس  باختر د کب دويمه :
  دفرانسې جمهور رييس فرانسوا اولاند خبر دارى ورکړى دى چې دسوريې پرسر دروسيې او ترکيې ترمنځ دجګړې خطر شته .
اولاند له يوې فرانسوي ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي دي چې دسوريې په بحران کې دترکيې په زيات شتون سره ددغه شان  جګړې خطر شته  .
دفرانسې  جمهور رييس ويلي دي چې دروسيې  او ترکيې  ترمنځ تاوتريخوالي زور اخستى دى او خبرې بايد له سره پيل شي اوبمبارى بندې شي .
فرانسوا اولاند له فرانسوۍ راډيو  سره په مرکه کې ويلي دي چې روسيه دې بايد دسوريې  له جمهور رييس بشار اسد سره له خپل ملاتړ څخه لاس واخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته