(PS)خبرونه(PS)امنیتTOP(PS)

د ۲۰۱ خالد بن وليد رض قول اردو له ښوونيز مرکز څخه ۹۰۰ تنه سرتېري فارغ شول

کابل، د وږي ۲۲مه، باختر

د ملي دفاع وزارت اړوند په لغمان ولایت کې د ۲۰۱خالد بن ولیدرض قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۹۰۰ تنه سرتېري له درې میاشتني مسلکي، پوځي او عقیدوي زده کړو وروسته نن د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

ملي دفاع وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت مسوولینو، د ننګرهار والي، د قول اردو قومندان، د یاد ولایت د علماوو شورا رئيس او ګڼ شمېر مشرانو، مجاهدینو او منسوبینو ګډون کړی و.

 دغه وزارت زیاته کړې، چې دغو مراسمو کې مسوولینو په ویناوو کې فارغ شوي سرتېري خپلو مسوولیتونو ته د ځیر کېدو ترڅنګ وویل، چې د جهاد لوی هدف د اللّٰه تعالی په ځمکه باندې د اسلامي نظام حاکمول دي او ډاډ يې څرګند کړ چې دغه د ملي اسلامي اردو زړور ځواکونه به د اسلامي نظام، هېواد او خلکو دوښمنان له منځه وړي او چاته به د ستونزو جوړولو اجازه ورنه کړي.

همدا راز یادو سرتېرو خپلې مسلکي زده کړې ( پوځي مهارتونه او وړتیاوې) په عملي ډول د مسوولینو په شتون کې ترسره کړې او دغه مراسم بریالیو کسانو ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.

دا سرتېري په داسې حال کې فارغېږي، چې د اسلامي امارت له لوري د یوه منظم پوځ د جوړولو لپاره ګړندۍ هڅې پیل شوې دي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا