سیاست

تاجکستان په شانګهاى کې د افغانستان د غوښتنو ملاتړ کوي

کابل باختر د لړم د مياشتې ٢٠ نيټه  :
د هېواد د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون د تاجکستان جمهوريت  د بهرنيو چارو له وزير سراج الدين اصل اوف سره په ازبکستان کې د شانګهاى د غونډې ترڅنګ وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
  د کتنې په پيل کې د هېواد د بهرنيو چارو وزير د شانګهاى په سازمان کې  د افغانستان د اسلامي جمهوريت د غړيتوب له غوښتنې څخه د تاجکستان   جمهوريت د ملاتړ له امله  مننه وکړه.
وروسته د تاجکستان جمهوريت د بهرنيو چارو وزير د شانګهاى همکاريو په سازمان کې د افغانستان له ټولو غوښتنوڅخه دخپل هېواد په ملاتړ ټينګار وکړ .
وروسته دواړو لورو د افغانستان او د منځنې آسيا د اقتصادي ودې لپاره  د همکاريو د پياوړتيا په باب خبرې وکړې.
پاى   ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته