اقتصاد

د لوګر مستوفيت ته نوې ودانۍ جوړېږي

 پل علم / د چنګاښ١٧مه/ باختر
د لوګرمستوفيت د نوې ودانۍ د جوړولو کار نن پيل شو.
د باخترآژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: دغه ودانۍ  د پنځه ميليونوپنځه سوه زرو افغانيو په ارزښت د ماليې وزارت له انکشافي بودجې څخه په شپږو مياشتو کې جوړېږي .
ويل کېږي په دې ودانۍ کې اته خونې له ټولو ضروري ملحقاتوسره او يو ميلمستون پام  کې نيول شوى دى.
د دې ودانۍ بنسټ ډبره د لوګر والي اجمل شاهپورکېښوده .
د لوګر والي له ساختماني مسوولانو څخه وغوښتل  د دې ودانۍ د جوړولو په کار کې له باکيفيته موادو څخه استفاده وکړي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته