
کابل، د وږي لومړي نېټه، باختر
د ۲۰۳ منصوري قول اردو دریمې لوا مجاهدین د غزني ولایت څو ولسوالیو ته د ولس مرستې په موخه تللي، ترڅو د سختو بارانونو او مرګونو سېلابونو څخه یې سر او مالونه خوندي ځای ته ولېږدوي.
د اسلامي امارت مجاهدین له څو ورځو راهیسې په سېلاب ځپلو سیمو کې له خپلو ټولو ځواکونو، امکاناتو او وسایطو سره د امنیت تامین ترڅنګ له طبیعي پېښو څخه د ولس له سر او مال ساتنه هم کوي.
هېره دې نه وي چې د غزني ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له څو ورځو پرلپسې ورښتونو وروسته تېره شپه په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې سخت سېلابوونه راوتلي، چې له کبله يې د اړونده سیمو اوسېدونکو ته سخت مالي زیانونه اوښتي دي.
افغانمل