ورزش

په پکتيا کې د ملي امنيت يوکارکوونکى شهيد او يو تن بل يې ټپي شو

کابل – باختر د کب دمياشتې دويمه
دپکتيا ولايت د ملي امنيت يو کارکوونکى پرون د ناپيژنداندو وسله والوکسانو په ډزوکې شهيد او يو تن بل يې ټپي شو.
د پکتيا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخيل دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه د پکتيا ولايت په مرکز پورې اړوند د ارجل خيلو د کلي په ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې د ملي امنيت کارکوونکى ګلاب شاه له زوى سره يې چې هغه هم د ملي امنيت کارکوونکى دى؛ د خپل کور په لور روان وو چې په لاره کې د دوى د سپرلۍ په موټر د ناپيژانداندو وسله والوکسانو له خوا ډزې وشوې.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: د دغو ډزو له امله د ملي امنيت کارکوونکى ګلاب شاه شهيد او زوى يې ټپي شو.
خبرځاى وويل: ټپي د ګرديز ښار ملکي روغتون ته وليږدول شو او د روغتون روغتيايي مسوولينو د ده روغتيايي حالت خراب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته