خبرونهامنیت

د ۲۰۳ منصوري قول اردو لسګونه سرتېري د انجنيرۍ له مسلکي کورس څخه فارغ شول

کابل، د لېندۍ ۳مه، باختر
د ۲۰۳ منصوري قول اردو په لومړۍ لوا کې ۷۰ تنه مجاهدین د انجنيرۍ (RCC) له مسلکي کورس څخه د ډول ډول ماینونو د کشف او شنډولو په برخه کې نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دغو مراسمو کې د یادې لوآ قوماندان حافظ عبدالرشید عمري، د ښوونې او روزنې امر مولوي نورولي وحدت، ګڼ شمېر مسؤلینو او پوځيانو ګډون درلود.
مسؤلینو په خپلو خبرو کې د سرتېرو هڅې وستایلې او خپلو راتلونکو مسؤلیتونو ته یې متوجې کړل.
د يادونې وړ ده، چې په دغه مراسمو کې پوځي چارواکو د سرتېرو په لا ښه روزنه او مسلکي توب ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه، چې په دې تړاو ګړندۍ هڅې روانې دي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا