ورزش

دملي ټيم بايسکل ځغلوونکو دلاهور له سياليو دسپينو زرو پنځه مډالونه ترلاسه کړل .

کابل باختر دوري يوولسمه :
دهيواد دبايسکل  ځغلولو  ملي ټيم تراوسه پورې په پاکستان کې له اتلوالي په سياليو کې دسپينو زرو پنځه مډالونه ترلاسه کړي دي او له ټيمي پلوه يې ددغو سياليو دويم مقام  ګټلى دى .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې،  دپاکستان جام دبايسکل  ځغلولو  داتلوالي دسياليو يو شپيتم پړاو له دوو ورځو راپديخوا دلسوکوروينو اوبهرنيو ټيمونو په ګډون  ددغه هيواد په لاهور ښار کې پيل شوي دي چې له ټيمي پلوه ددغو سياليو په دوو دورو کې افغاني ورزشکارانو محمد ، حشمت الله توخي ، علي اصغر او محمد رامين دسپينو زرو مډالونه او په انفرادي برخه کې محمدددغو سياليو دسپينو زرو مډال ترلاسه کړى دى
ديادونې وړ ده چې  پاکستاني ورزشکارانو لومړي مقام او افغان ورشکارانو دويم مقام ګتلى دى
دغه سيالۍ دوه ورځې نور هم دوام کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته