(PS)خبرونه(PS)امنیتTOP(PS)

د ۲۰۳ منصوري قول اردو له ښوونیز پوځي مرکز څخه ۵۰۰ سرتېري فارغ شول

کابل، د وږي ۲۶مه، باختر

د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۳ منصوري قول اردو د ښوونیز پوځي مرکز څخه ۵۰۰ سرتېري د درې میاشتني مسلکي پوځي او عقیدوي زده کړو څخه وروسته تېره ورځ د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

ملي دفاع وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د یادو سرتېرو په فراغت غونډه کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستيال الحاج ملامحمد فاضل مظلوم، د وسله وال پوځ لوی درستیز مرستيال حاجي مالي خان صدیق، د یادې قول اردو مرستيال قومندان د پکتيا والي، ګڼ شمېر مسوولینو او مشرانو ګډون کړی و.

دغه وزارت زیاته کړې، چې مسوولینو د جهاد په اهدافو، د شرعي او اسلامي نظام په ټینګښت او ساتنه هر اړخیزې ويناوې وکړې او زیاته یې کړه، چې همدغه د ملي اسلامي اردو مسلکي زړور ځواکونه به په هر ډول حالاتو کې د خپلو خلکو، هېواد او د دې شرعي او اسلامي نظام څخه په مېړانه ساتنه کوي او تل یې د هېواد له سرحداتو څخه په کلکه دفاع کړې ده.

همدا راز د فارغ شویو سرتېرو له لوري د بېلابېلو وسلو په استعمال سره عملي نمایشات او نور پوځي حرکات ترسره شول او یاد مراسم فارغانو ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.

د یادونې وړ ده، چې پرون هم په بلخ کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه له درې میاشتني مسلکي پوځي او عقیدوي زده کړو څخه وروسته ۶۵۰ سرتېري فارغ شوي وو.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا