
کابل، د وري ۱۹مه، باختر
د ملي دفاع وزارت اړوند له ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه لسګونه سرتېري تر ۲میاشتنیو مسلکي زده کړو وروسته پرون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
یاد وزارت په خپله ټویټر پاڼه ليکلي، چې د فارغو شويو سرتېرو له جملې څخه ۷۰ تنو يې د کمپیوټر او ۳۱ تنو يې د کشفي مسایلو په برخه کې روزل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قومندان قاري محمد خالد ایوب د یادو سرتېرو د فراغت په مراسمو کې هغوی ته د اطاعت او نورو مسایلو په تړاو لازمې سپارښتنې وکړې.
ملي دفاع وزارت په خپله ټويټر پاڼه همدارنګه ليکلي، چې په تېر یو کال کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د ښوونې او روزنې له مرکز څخه څه د پاسه ۲ زره سرتېري فارغ شوي او د روزنې دغه لړۍ لا هم دوام لري.
افغانمل