امنیت

شپږ زره پنځه سوه بوتله الکولي مشروبات ضبط شول.

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١٧ :

شپږ زره پنځه سوه بوتله الکولي مشروبات  پرون دپولسيو له خوا په فراه  ولايت کې ضبط شول.

دفراه دوالي ويندوى  عبدالرحمن ژوندي باختراژانس ته وويل: دغه الکولي مشروبات په پنځه شپيتو، دوه سوه ليتره بيرلونو کې په دوو لاريو کې له هلمند څخه فراه ته ليږدول شوي و  اودفراه ولايت په مرکز پورې اړوند کنسک ساحه کې دپوليسو دپلټنې په وخت کې کشف اوضبط شول.

خبرځاى زياته کړه چې دپيښې په اړوند درې تنه نيول شوي  اوهغوى  په خپلو تحقيقاتو کې اعتراف کړي دي چې غوښتل يې دغه مشروبات له تشولو وروسته دفراه اودنورو ولايتونو بازارونو ته وړاندي کړي .

 دخبرځاى دمعلوماتوله مخې، يو نيول شوى سړى دفراه ښار دڅلورمې ناحيې اوسيدونکي دى او دوه  تنه نوريې دقندهارولايت اوسيدونکي دي.

دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمرسمونوال محمدغوث مليارهم ددغه خبرپه تائيدولوسره وويل چې مشروبات په دوبي کې جوړشوي دي اوله دغه ځاى  څخه هلمندته ليږدول شوي و.

ديادونې وړده چې درې اوونۍ مخکي پوليسوپه فراه ښارپورې اړوند په يوه کور کې څه دپاسه شپږ سوه بوتله الکولي مشروبات کشف اوضبط کړي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته