سیاست

جمهوررئیس غني د کندهار له ولسونو او مشرانو سره غمشریکي وکړه

کابل _ باختر _ د لړم د مياشتې لومړۍ
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د کندهار د مخکېني امنیه قومندان ستر پاسوال عبدالرازق پر شهادت د نوموړي کورنۍ، د کندهار له ولسونو او مشرانو سره د غمشریکۍ او خواخوږۍ لپاره د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن له غرمې مخکې کندهار ته ولاړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس غني په خرقه مبارکه کې د شهید ستر پاسوال جنرال عبدالرازق پر مزار د خدای تعالی په دربار کې نوموړي ته د فردوس جنت دعا وکړه.
وروسته یې د شهید سترپاسوال قومندان عبدالرازق مور بي بي سره د غمشریکۍ پرمهال د نوموړي د اتلولیو او سرښندنو قدرداني وکړه.
وروسته محمد اشرف غني او ورسره لوړ پوړي دولتي پلاوي په کندهار منډیګک ماڼۍ کې د کندهار د مخکېني امنیه قومندان ستر پاسوال عبدالرازق پر شهادت د کندهار ولسونو او مشرانو سره د غمشریکۍ او خواخوږۍ پرمهال وویل، نن هر افغان پر شهید جنرال عبدالرازق ویاړي او په غم کې یې ځان شریک بولي، ځکه هر افغان د نوموړي په څېر له وطن سره مینه لري، د ازادۍ او سرلوړۍ لپاره یې قرباني ورکوي.
جمهور رئیس د هیواد د دفاع او د بین المللي تروریزم پر ضد د مبارزې په برخه کې د شهید ستر پاسوال عبدالرازق د زړورتیا، اتلولیو او مبارزې ستاینه او قدرداني وکړه. هغه وویل، که دښمنان فکر کوي چې د عبدالرازق او د هغه د ملګرو له شهادت وروسته به په کندهار کې امنیتي تشه راشي، نو یو ځل بیا دې فکر وکړي، ځکه دا د اتلانو ټاټوبی دی.
جمهور رئیس غني د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د تسلیت پرمهال وویل، نن د امنیتي ځواکونو هر سرتېری اتلولۍ او سرښندنې ته چمتو دی. جمهور رئیس د شهید قومندان عبدالرازق اتلولیو ته په کتو نوموړي ته د سترجنرالۍ رتبې ورکړه چې په خپلو مبارزو او وینو یې وګټله کمه وبلله، مګر دا یې د هغه لپاره لوی ویاړ وباله چې د خرقې شریفې په حرم کې خاورو ته وسپارل شو.
د هیواد جمهور رئیس څرګنده کړه، په خرقه شریفه به د ځانګړې طرحې له مخې پانګونه وشي او د شهید ستر پاسوال عبدالرازق مزار به داسې ورغاول شي چې هر هېوادوال هم ورباندې وویاړي او هم لا ډېر وطنپالنې ته وهڅېږي.
جمهور رئیس غني شهید ستر پاسوال عبدالرازق ته د خپلواکۍ د اتل شهید لقب ورکړ، د کندهار د پولیسو ښوونیز مرکز یې د هغه په نوم ونوماوه او د کابل او کندهار ښاروالانو ته یې لارښوونه وکړه چې په  کابل او کندهار کې واټونه د شهید ستر پاسوال عبدالرازق په نوم ونوموي.
محمد اشرف غني د افغانستان دښمنانو ته په خطاب کې وویل، د شهیدعبدالرازق میلیونه ملګري او د خپلواکۍ د لارې لارویان لا ژوندي دي او د افغانستان خاوره به ستاسو په ګور بدله کړي. هغه زیاته کړه، د کندهار امنیت، ثبات او پرمختګ زموږ لومړیتوب دی.
جمهور رئیس همدارنګه پاکستان ته په خطاب کې وویل، د شهید ستر پاسوال عبدالرازق او د ده د ملګرو د شهیدانولو توطیه په پاکستان کې جوړه شوې وه او له پاکستان یې په ټینګار وغوښتل چې دغه مجرمین او قاتلین د مجازاتو لپاره  افغانستان ته وسپاري.
جمهور رئیس غني د کندهار په مشرانو او ولسونو غږ وکړ چې د میرویس نیکه او لوی احمدشاه بابا اتفاق او ملي اراده بیا راژوندۍ کړي.
هغه د کندهار ولسونو ته په خطاب کې وویل، تاسې د افغانستان سیاسي زړه یاست، د وحدت اراده او پیغام باید پیاوړی کړئ.
محمد اشرف غني وویل، د شهید ستر پاسوال عبدالرازق وروستۍ غونډه د ولسي جرګې ټاکنو د امنیت د تامین په اړه وه، نو د کندهار ولسونه د هغه اروا ته په درناوي د شنبې ورځ د ولسي جرګې ټاکنې په خپل پراخ ګډون سره بریالۍ کړي. هغه زیاته کړه، افغانستان تر بل هر وخت د ولسونو او قومونو ملي یووالي، پیاوړي عزم او ټینګ تدبیر ته زیاته اړتیا لري.
جمهور رئیس له ټولو هیوادوالو څخه د ستر پاسوال عبدالرازق پر شهادت د غمشریکۍ له امله مننه وکړه او وې ویل پر شهید جنرال عبدالرازق افتخار پر ملي یووالي ویاړ دی، ځکه نوموړي د افغانستان د بقا لپاره مبارزه او د اغزن سیم د غځولو کلک مخالفت وکړ. هغه زیاته کړه، کندهار د ویر په ټغر ناست دی، موږ دغه غم درک کوو. کندهار چې څومره ډېر غمجن دی، نو ملي اراده یې د هغه لس برابره پیاوړې ده.
د هیواد جمهور رئیس د ستر جنرال عبدالرازق پرشهادت د افغانستان د بین المللي ملګرو په ځانګړي ډول د امریکا متحدو ایالتونو د جمهور رئیس د مرستیال د تسلیت پیغام چې پرون شپه یې پر ټلیفون جمهور رئیس ته ویلی و، د کندهار او ټول افغانستان ولسونو سره شریک کړ. هغه زیاته کړه، د بین المللي شریکانو ژمنه داده چې د تروریزم ضد مبارزه کې او د افغانستان د ثبات او انکشاف لپاره د افغانستان د خلکو او حکومت ترڅنګ ولاړ دي.
همدارنګه د کندهار ولایت سرپرست عبدالحنان او د ولایتي شورا رئیس حاجي سیدجان خاکرېزوال جمهور رئیس او ورسره لوړپوړي دولتي پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ د هغه له غمشریکۍ څخه په مننې وویل، د کندهار ولسونه د حکومت او نظام ټینګ ملاتړي دي او په دې برخه کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.
هغوی د شهید ستر جنرال عبدالرازق پر شخصیت، هلو ځلو، مبارزې او اتلولیو د خبرو پرمهال وویل، دښمن په دغسې وحشیانه بریدونو سره زموږ د ولسونو ټینګه ملي اراده نشي کمزورې کولی اوموږ به په ټول قوت سره دښمن مات کړو.
جمهور رئیس غني کابل ته له راستنېدو دمخه نن ماسپين په کندهار نړیوال هوایي ډګر کې د کندهار د والي زلمي ویسا او د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان پوښتنې ته چې په کندهار کې د پنجشنبې د ورځې په تروریستي پېښه کې ټپيان شوی وو، ورغی او دوی ته یې د ښې روغتیا دعا وکړه.#
پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته