امنیت

دطالبانو دوه تنه قوماندانان دغزني په اندړوکې ونيول شول

کابل_  باختر دوري شپږ ويشتمه :
دطالبانو دوه تنه قوماندانان نن له دوو تنو افرادو سره يې دغزني ولايت داندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول شول .
دملي دفاع وزارت  دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، په غزني ولايت کې دملي دفاع وزارت دخاصې قطعې دمنسوبينو د عملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه قوماندانان له دوو تنو افرادو سره يې ونيول شول.
   دغو دوو تنو قوماندانانو دکونړ او غزني په ولايتونوکې دالقاعده شبکې له مسوولينو سره مستقيمې اړيکې لرلې .
ديوبل خبر له مخې، دزمري په نامه دوسله والو طالبانو يو بل قوماندان له يو ساتوونکي سره يې دملي دفاع وزارت دخاصې قطعې دمنسوبينو له خوا دننګرهار ولايت په شيرزاد ولسوالۍ کې دعملياتو په بهير کې ونيول شو

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته