سیاستخبرونهTOP

ذبيح الله مجاهد: اړوندې ادارې په را روان ژمي کې د مرستو رسولو لپاره لاس په کار شوې دي

کابل، د لېندۍ ۱۹ مه، باختر
اسلامي امارت په را روان ژمي کې، خلکو ته د مرستو رسولو په موخه د چمتووالي خبر ورکړی دی.
د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې د ژمي د رارسېدو په درشل کې د هېوادوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه، د هېواد مرستندويه ادارې لا له وړاندې لاس په کار شوې دي.
مجاهد زياتوي، چې د افغان سرې میاشتې رياست، د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې، عامې روغتیا او شهيدانو او معلولينو وزارتونه چمتو دي، چې د هېواد ګوټ ګوټ ته د اړمنو خلکو لپاره مرستې ورسوي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا