سیاستخبرونهTOP

ذبيح الله مجاهد: د تاجکستان اندېښنې بې ځايه دي

کابل، د تلې٦ مه، باختر

د تاجکستان مقاماتو اندېښنه څرګنده کړې، چې افغانستان د ډار اچوونکو ډلو په سيمه بدله شوې، خو د افغانستان اسلامي امارت وياند دغه څرګندونې رد کړې.

د تاجکستان د بهرنيو چارو وزير سراج الدين مهرالدين د يکشنبې په ورځ د ملګرو ملتو سازمان د عمومي ټولنې په غونډه کې وويل (افغانستان په چټکۍ سره د تروريستانو په پټنځاى بدلېږي، سربېره پر دې موږ د سيستماتيک کار شاهدان يو، چې د آسیا منځني هېوادونو د اتباعو په ګډون  بهرني جګړه ماران د افغانستان شمال ته لېږدول کېږي چې موخه يې زموږ پولو کې د تاوتريخوالي رامنځته کول دي).

د دغو څرګندونو په غبرګون کې د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې له افغانستان څخه د بل هېواد پر خلاف استفاده نه ده شوې.

هغه په ټينګار سره ويلي: (موږ دا ردوو چې خداى مه کړه کومه تروريستي ډله په افغانستان کې ځاى نيسي او يا به له افغانستان څخه د بل چا پرخلاف استفاده وشي موږ دا ډاډ ورکوو، چې د تاجکستان دغه اندېښنه بې ځايه ده هغوى بايد په دې اړه فکر وکړي او خپله اندېښنه له نږدې څخه له موږ سره شريکه کړي).

له دې مخکې د پاکستان صدراعظم شهباز شريف هم د ملګرو ملتو سازمان په عمومي ټولنه کې دغه شان څرګندونې کړې وې، چې د اسلامي امارت د مقاماتو له خوا رد شوې دي.

د سياسي مسئلو يو کارپوه په دې باور دى چې يو شمېر بهرني سياستوال د ځان د مطرح کولو لپاره دغه شان نارې سورې  په لاره اچوي.

\ ج

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا