سیاستخبرونهاقتصادTOP

ذبيح الله مجاهد پکتيا ته دسفر پر مهال ۲ پراختيايي پروژې پرانيستې

کابل، د تلې ۱۲مه، باختر
د پکتيا ولايت په مرکز ګرديز کې دوې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د يادو پروژو د پرانيستې په مراسمو کې د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد هم ګډون کړی و.
مجاهد په يادو مراسمو کې د ګردېز ښاروالۍ د کړنو د ستاینې تر څنګ د بيا رغونې او پراختيايي پروژو پر ارزښت خبرې وکړې.
د ګردېز ښاروال شريف الله الهام باختر اژانس ته وويل، دغه پروژې چې د ګردېز ښاروالۍ له لورې د ۲۴ ميليونو افغانيو په لګښت بشپړې شوې دي د خواجه حسن او ارجال خېلو سړکونه په کې شامل دي، چې ۹۰۰ متره اوږدوالی لري. په وینا یې یاد سړکونه په اساسي ډول جوړ او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
الهام زياته کړه، چې د ښاروالۍ له لورې د يو شمېر نورو فرعي سړکونو د جوړولو چارې هم روانې دي او په نږدې راتلوونکې کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
په ورته وخت کې د ګرديز ښاريان د ښاروالۍ له کارونو خوښ دي او وايي، چې د يادو سړکونو سره به په ښار کې د ګڼې ګوڼې مخنيوی وشي.
هېره دې نه وي، چې د ګرديز ښاروالۍ د ښار روښانتيا په موخه د برېښنايي څراغونو نصبولو د پلان خبر هم ورکړی دی.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا