سیاستخبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د سرپل له والي سره وکتل

کابل/ د کب ۲۴ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن مازیګر د سرپل له والي مولوي محمدیعقوب (عبدالرحمان اکه) سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې د سرپل والي په یاد ولایت کې د امنیت د تامین ترڅنګ د دغه ولایت په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل او د پوهنې او روغتیا په برخو کې یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه هم شریک کړل.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سرپل ولایت کې د امنیت پر تامین خوښي څرګنده کړه او له خلکو سره یې د مسوولینو په نېک چلند ټینګار وکړ. هغه بېلابېلو ارګانونو ته د سرپل د ستونزو او وړاندیزونو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته