سیاستخبرونهاقتصادTOP

ذبیح الله مجاهد: اسلامي امارت د قوش تېپې کانال د رغولو لپاره قوي اراده لري

کابل، د لېندۍ ۱۵مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بلخ ولایت ته د سفر پر ترڅ کې د بلخ له والي مولوي محمد داوود مزمل د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي ذبيح الله نوراني او یو شمېر نور چارواکو سره وکتل.

د باختر آژآنس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې ذبیح الله مجاهد وویل، چې د سفر موخه یې د بلخ ولایت عمومي وضعیت ارزونه او د قوش تېپې کرنیز کانال د کار د پرمختګ په اړه د معلوماتو ترلاسه کول وو.

هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت د قوش تېپې کانال د رغولو لپاره قوي اراده لري.

په همدې حال کې د بلخ والي مولوي محمد داوود مزمل ذبیح الله مجاهد ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د ولایت رهبري د دغه ولایت له ادارو او دیني عالمانو سره په همغږۍ د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه کوي او د بلخ د ریاستونو فعالیتونه او لاسته راوړنې یې د خلکو په واک کې ورکړې دي.

نوموړي دغه راز د قوش تېپې کرنيز کانال يوه لويه لاسته راوړنه وبلله او په دې برخه کې يې د ملي پراختيايي شرکت له مسوولينو سره د بلخ ولايت مقام پر دوامدارې همکارۍ ټينګار وکړ.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا