امنیت

په کابل کې د امريکا سفارت په جلال آباد ښارکې د سره صليب په دفتر بريد وغانده

کابلباختردجوزا٩
په کابل کې د امريکا سفارت په جلال آ باد ښارکې د سره صليب په دفتر د بريد دغندلو په ترڅ کې ټينګاروکړ چې امريکا دهغو ټولو مرکزونو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې بشري فعاليتونه ترسره کوي.
دباخترآژانس دخبر له مخې: په کابل کې د امريکا سفارت نن د يوې اعلاميې په خپرولوسره په جلال آباد ښارکې د سره صليب په دفتر د بريد د غندلو په ترڅ کې ددغې پيښې له امله له زيانمنو شويو کورنيو سره دبشري اوخيريه مرکزونو دفعاليت د دوام ملا تړ کړى دى.
تيرماښام يوې ډلې وسله والو يرغلګرو په جلال آباد ښارکې د سره صليب په دفتر بريد وکړ او ددغه دفترساتوونکي يې شهيدکړ او د هغه يو بهرنى کارکوونکى يې ټپي کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته