امنیت

په لغمان کې ۱۲ تنه ‌طالبان ووژل شول

مهتر لام باختر د غويي د میاشتې ۲۶ مه د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په دوو بېلا بېلو سیمو کې د وسله والو ‌طالبانو د یوه سیمه یېز قوماندان په ګډون دولس تنه وسله وال ‌طالبان وژل شوي او یو تن مشکوک نیول شوی دی. ځايي چارواکي وایي چې دغه وسله وال ‌طالبان د افغان ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په بهير کې وژل شوي دي. د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک د باختر اژانس سیمه يېز خبریال ته وویل چې، دغه عملیات تېره ورځ د ا لینګار ولسوالۍ په شغالانو،قصبې او د سلینګار په سیمو کې ترسره شوي دي. سرچينه زیاتوي چې په ترسره شويو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو یو ډیپو هم له منځه وړل شوی دی. ویل کېږي چې په دغو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.پای- وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته