سیاست

په کابل کې د ملګرو ملتو د سازمان سياسي دفتر د انتخاباتو د نېټې د روښانه کېدو هرکلى وکړ

کابل باختر دوري دمياشتې ١٣ نيټه :
په افغانستان کې د ملګروملتو د سازمان ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتو   د ولسي جرګې ا ود ولسواليو د شوراګانو دانتخاباتو  لپاره دنېټې د ټاکنې هرکلى وکړ.
د باخترآژانس دخبرله مخې ؛  يا ماموتو   دانتخاباتو دنېټې ټاکنه دانتخاباتو  د کميسيون په کار کې  مهم او مثبت  پرمختګ وباله  او ويې ويل ؛  چې د انتخاباتو  د نېټې ټاکنه  په دې  مانا ده  چې  د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره  تيارى  د پروګرام جوړولو له پړاو څخه  اجرايي پړاو ته رسيدلي دي.
دغه راز  په هغې خبرپاڼه کې  چې د ناتو له سياسي نمايندګۍ څخه باختر آژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي چې با اعتباره او پراخ بنسټه انتخابات په افغانستان کې د دموکراسۍ  او امنيت لپاره مهم دي.
بايد وويل شي چې د انتخاباتو کميسيون پرون  د روان کال  د تلي دمياشتې  ٢٨نېټه د انتخاباتو دترسره کولو لپاره وټاکله او په  دې ترتيب  پارلماني انتخابات له دريو کلونو ځنډ وروسته به په ټاکلې نېټه ترسره شي. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته