سیاستخبرونهامنیتTOP

ذبیح الله مجاهد: داعش له افغانستان څخه د هیچا د تهدیدولو توان نلري

کابل، وږي۳مه، باختر
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد چې نن يې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د خبریالانو پوښتنې ځوابولې وویل، چې داعش په افغانستان کې په بې مخينې ډول ځپل شوی او د روسیې په ګډون دې ګاونډي او د نړۍ نور هېوادونه د افغانستان له خاورې څخه د يادې ډلې له لورې د خطر پېښېدو په تړاو هیڅ اندېښنه نه کوي.
مجاهد همدا رنګه وویل، چې د هېواد په پولو کې د نا امنیو را منځته کول د ځينو مغرضو کړيو يوه دسيسه ده او غواړي په دې ډول د ګاونډيو هېوادونو سره د افغانستان اړيکې خرابې او بې باوري رامنځته کړي، خو په وینا يې، اسلامي امارت به چا ته د دې کار اجازه ورنکړي.
د اسلامي امارت ویاند په هېواد کې د ورستیو سېلابونو په اړه وویل چې په تېره یوه مياشت کې په ټول هېواد کې د سیلابونو له امله ۱۸۲ تنه مړه شوي او ۲۵۰ نور ټپيان شوي دي.
د نوموړي په خبره، د یادو سېلابونو له کبله د هېواد په کچه ۳۱۰۹ د استوګنې کورونه په بشپړه يا نسبي توګه ويجاړ شوي او لسګونه زره جریبه کرنیزه ځمکه هم تخریب شوې، چې له کبله يې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.
مجاهد وړاندې وویل، چې په افغانستان کې د اوسنیو اقتصادي ستونزو اصلي لامل د امریکا له لورې د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل، او بانکي محدودیتونه دي.
ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د سازمان له لورې د اسلامي امارت د مشرانو پر سفر د بندیزونو د تعدیل او یا تمدید د څرنګوالي په اړه وویل چې یاد سازمان دې له اسلامي امارت سره له ناسم چلند څخه لاس واخلي او دغه موضوع دې د فشار په توګه نه استعمالوي.
د نوموړي په خبره، له نړۍ سره غوره تعامل هغه مهال را منځته کېدای شي، چې د اسلامي امارت مشران د نړۍ هېوادونو ته په ازادانه ډول د سفر کولو اجازه ولري.
د اسلامي امارت ویاند د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري په اړه وویل، چې د نوموړي وژل کېدل تر دې دمه د ادعا په حد کې دي او په دې اړه د اسلامي امارت څېړنې دوام لري، چې د څېړنو وروسته به واضح شي.
هېره دې نه وي، چې ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت یو کلن مزل مثبت وارزاوه او ويې ویل چې حکومت ورځ تر بلې د ښه کېدو او منظم والي په لور ګړندي ګامونه اخلي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا