سیاست

جمهوررئیس غني ګلبدین حکمتیار ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي ورکړه

کابلباختر د غبرګولي د مياشتې٢٨
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن غرمه د اسلامي حزب د مشر ښاغلي ګلبدین حکمتیار کور ته ورغی او د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي یې ورکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې حکمتیار د جمهوررئیس غني او ورسره پلاوي له ورتګه مننه وکړه او د اختر مبارکۍ تر څنګ یې د جمهوررئیس د اوربند له نوښته قدرداني وکړه ويې ویل، سوله د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او موږ د اوربند اود سولې دپروسې ملاتړ کوو.
جمهوررئیس غني وویل، درې ورځني اوربند په ډاګه کړه چې سوله په سراسري اجماع بدله شوی ده.
هغه زیاته کړه، له بېلابېلو سیاسي ګوندونو او قشرونو  سره د سولې په اړه مشورې کوو او په دې برخه کې ستاسې له رغنده لیدلوري مننه کوم.#  پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته