خبرونهسیاستTOP

ذبیح الله مجاهد: د پاکستاني چارواکو څرګندونې ناسمې او د تاسف وړ دي

– کابل، د مرغومې ۱۳مه، باختر

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې اسلامي امارت د پاکستان په شمول له خپلو ټولو ګاونډيو هېوادونو سره د حسن همجوارۍ په روحیه ښې اړيکې غواړي او په ټولو هغو لارو چارو باور لري، چې دغه هدف ته موږ رسولی شي.

ذبیح الله مجاهد له پاکستاني لوري غوښتي، چې له پارونکو خبرو ډډه وکړي ځکه چې دا ډول خبرې د هېڅ اړخ په ګټه نه دي.

سرچینه زیاتوي، اسلامي امارت ټوله هڅه کوي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان او هېڅ بل هېواد په وړاندې ونه کارول شي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې موږ همدې هدف ته ژمن یو، خو پاکستانی اړخ هم مسوولیت لري، چې د وضعیت د کابو کولو هڅې وکړي، له بې اساسه خبرو او پارونکو نظریاتو ورکولو څخه ډډه وکړي، ځکه داسې خبرې او بې باورۍ د هېڅ اړخ په ګټه نه ده.

د سرچینې په وینا، اسلامي امارت لکه څرنګه چې پخپل هېواد کې امن او ثبات ته ارزښت ورکوي همداسې د ټولې سیمې لپاره امن او ثبات غواړي او په دې لاره کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا