کابل باختر د سلواغې اوولسمه :
دملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري وايي چې دکابل د ١١١ فرقې دلومړى لوا په دويم کنډک دپنځو تنو ډار اچوونکو دبريدپه باب دموظف هيئت د څيړنې په نتيجه کې ددغې فرقې دوه تنه جنرالان او پنځه تنه نور افسران له دندو ګوښه کړى شوي دي .
دباختراژانس دخبرله مخې ، پنځو تنو ډار اچوونکو دروان کال دسلواغې دمياشتې په نهمه نيټه دکابل د ١١١ فرقې دلومړى لوا په دويم کنډک بريد وکړ او ددغې لوا يوشمير منسوبان يې شهيدان کړل .
دملي دفاع وزارت دپيښې دڅيړنې په خاطر يو هيئت موظف کړ .
دملي دفاع وزارت وياند وايي چې دهيئت دڅيړنې په نتيجه کې د ١١١ فرقې دلومړى لوا قوماندان او ددغې لوا درستيزوال چې جنرالان دي ، ګوښه کړى شوي دي .
په همدې ترتيب د ١١١ فرقې دلومړى لوا دکنډک سرپرست ، د اوپراسيون آمر ، د استخباراتو آمر ، د استخباراتو ضد آمر اوددويم کنډک دلومړى ټولي قوماندان ګوښه کړى شوي دي .
دملي دفاع وزارت دوياند دڅرګندونو له مخې ، دکابل د ١١١ فرقې څلورو تنو منسوبانو ته ديوې يوې مياشتې بخششي معاش ورکړى شو .
او دخاصې قطعې منسوبانو ته هم ستاين ليکونه پيشنهاد شوي دي .
ختم- ف _ اکرم
2 1 دقیقه لوستل