سیاستخبرونهTOP

ذبیح الله مجاهد: له افغانستان څخه بهر د یو شمېر ازمویل شویو افغانانو له لوري د سیاسي خوځښتونو جوړول د افغانستان هېڅ درد نشي دوا کولای

کابل، د لړم ۱۴مه، باختر

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې ترکيې ته د اسلامي امارت د پلاوي د ورستي سفر په اړه رسنیو ته مالومات وړاندې کړل.

نوموړي هیله څرګنده کړه، چې ترکيې ته د اسلامي امارت د پلاوي  وروستی سفر به له افغانستان سره د مرستو او پانګونې په برخه کې د اړيکو نوی باب پرانیزي.

مجاهد همدارنګه وویل، چې د دغه سفر په ترڅ د ګڼو موضوعاتو تر څنګ هلته د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه له ترکي چارواکو سره خبرې اترې وشوې.

سرچینې زیاته کړه، چې په دې سفر کې نړۍ ته د افغانستان او دلته د روانو حالاتو د ريښتیني انځور د وړاندې کولو په برخه کې د دغه هېواد د رول او همکارۍ په تړاو خبرې وشوې او له ترکي خبریالانو څخه افغانستان ته د خبري پوښښ په موخه د سفر کولو غوښتنه شوې ده.

د اسلامي امارت ویاند همدارنګه وویل، چې ترکيې ته د سفر په ترڅ کې یې د يو شمېر نورو چارواکو تر څنګ د ياد هېواد د ماليې له وزير سره په افغانستان کې د کرنې او کانونو په برخه کې د پانګونې په اړه مفصلی خبرې کړې دي.

د نوموړي په وینا د دې تر څنګ یې د ترکیې هېواد د څلورو ولایتونو له صنعت کارانو او پانګوالو سره په افغانستان کې د پانګونې په موخه ناستې کړې دي.

ذبیح الله مجاهد په دې غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې په دوحه کې وخت ناوخته له امريکايي لوري سره د ځينو موضوعاتو په اړه ناستې کېږي، خو تر اوسه پورې په راتلونکي کې د کومې لويې ناستې پرېکړه نه ده شوې او په دې اړه خپرې شوې ګنګوسې دروغ دي.

د نوموړي په وینا په حکومت کې د سرپرستۍ د لړۍ ختمولو لپاره ګړندۍ هڅی روانې دي او هيله شته، چې ژر پايلې ته ورسېږي.

مجاهد وویل، چې اسلامي امارت د افغانستان د اوبو مهارول خپل مسووليت ګڼي او هيچا ته به اجازه ورنه کړي، چې په دې اړوند خنډونه جوړ کړي.

ذبيح الله مجاهد همدارنګه زیاته کړه، چې له هېواد څخه بهر د يو شمېر ازمويل شويو څېرو له لوري سياسي خوځښتونه د افغانستان هېڅ درد نشي دوا کولای او د افغانانو په ګټه نه دي.

سرچینې زیاته کړه، چې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د احمد شاه مسعود د قبر نړېدلو آوازې دروغ دي او اسلامي امارت خپلو سرتېرو ته اجازه نه ورکوي چې، چاته توهین وکړي.

هېره دې نه وي، چې د ذبیح الله مجاهد په ګډون د اسلامي امارت یوه پلاوي څه موده وړاندې ترکیې ته د رسمي سفر په ترڅ کې د اسلامي نړۍ د یو شمېر دیني عالمانو په کنفرانس کې د ګډون تر څنګ د دغه هېواد له ځینو دولتي چارواکو، سوداګرو او د افغان کډوالو له استازو سره وکتل.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا