کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابل ولایتي شورا پر غړي مولوي عطالله فیضاني تروریستي برید او د نیپالي محافظتي کمپنۍ د کارکوونکو پر موټر ترهګریز برید او همدارنګه د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ کې انتحاري برید وغندل.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړونددجمهوررييس دوياندددفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي.
جمهور رئیس د نننیو ترهګریزو بریدونو د غندنې پرمهال وویل، ترهګر حتی د روژې مبارکه میاشت کې هم د خلکو له وژنې لاس نه اخلي او د ترهګریزو عملونو په ترسره کولو د وېرې او وحشت خورولو هڅه کوي.
د هېواد جمهور رئیس د دې پېښو د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوي او د خدای تعالی په دربار کې د ولایتي شورا غړي مولوي عطاالله فیضاني او ټولو ټپیانو ته د سالمې روغتیا دعاکوي.
1 1 دقیقه لوستل