
کابل، د چنګاښ لومړۍ، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې شپې له زلزله ځپلو سره د عاجلو مرستو په موخه ځانګړې غونډه په ارګ کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې رئیس الوزرا له زیانمنو کورنیو سره د ژورې همدردۍ او تسلیت څرګندولو ترڅنګ، زیانمنو ته د رسیدګي لپاره د یو میلیارد افغانیو نغدي مرسته منظور کړه.
همدا راز د اسلامي امارت رئیس الوزرا اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې زیانمنو ته د خوراکي توکو، البسې، درملو او نورو اړینو اړتیاوو رسولو لپاره عاجل اقدام وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي ته دنده وسپارله چې زیانمنې شوې سیمې له نږدې وګوري او د قربانیانو له کورنیو سره دې همدردي او خواخوږي وکړي.
همدا راز د اسلامي امارت رئیس الوزرا اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ټپیانو د درملنې او د یو میلیارد افغانیو نغدي او نورو مرستو د وېش په اړه دې هم بېړنی اقدام وکړي.
ن/ر