ټولنه

خبرتيا

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣٠
د ترانسپورت او د ملکي هوايي چلند وزارت خبرتيا
د خصوصي برخې ټولو بار وړونکو ترانسپورتي شرکتونو او اتحاديو ته خبر ورکول کيږي: که چيرې له کابل څخه د پاکستان تر واګه بندر پورې د ملي سوداګرو د مالونو د ليږدونې په مقصد د ليږدونکو وسايطو د چلونې هيله ولري؛ کولاى شي په موافقه ليک کې د ليکل شويو شرايطو په پام کې نيولو سره د ضمانت خط د ترلاسه کولو په مقصد مرکزي سيلوته څېرمه د ځمکني ترانسپورت د تنظيم لوى رياست ته ورشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته