کابل _ باختر دکب دمياشتي اتمه :
په هرات ولايت کې نن دالکولي مشروباتو دتوليد يوه کارخانه کشف شوه .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر رسنيو ته ويلي دي چې د الکولي مشروباتو دتوليد دغه کارخانه له جنايي جرمونوسره دمبارزې دپوليسو دمنسوبينو له خوا دهرات ښار په لسمه ناحيه کې کشف او ترلاسه شوه .
دده دڅرګندونو له مخې ، په دې کارخانه کې دالکولي مشروباتو د توليد يوه دستګاه ، دوه سل ليتره بوشکې الکول ، مميز او نور لوازم چې دالکولي مشروباتو په جوړولو کې کارول کيږي هم ترلاسه شوي دي .
پوليسو د پيښې په اړوند دوه تنه نيولي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ