ټولنه

د باميانو د شاتو غاښى د واورې د اورښت له امله د ترافيکو پرمخ وتړل شو

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٢
د باميانو ولايت په شاتو غاښي کې پنځه مسافر وړونکي موټرونه پرون د واورې او توپان له امله بندپاتې شوي دي.
د باميانو د والي وياند احمدي د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د شاتو په غاښي کې د باميانو د پنجاب ولسوالۍ مواصلاتي لارې د سختو واورو او توپانونو له امله د ترافيکو پرمخ وتړلې شوې او په دې غاښي کې پنځه مسافر وړونکي موټرونه بندپاتې دي.
احمدي زياته کړه: په تيرو څو ورځوکې په دې ولسوالۍ کې څو واورې ښويدنې رامنځته شوې دي چې د سر زيانونه يې لرل.
د احمدي د څرګندونو له مخې : د شاتو غاښى چې د يکاولنګ ولسوالۍ له پنجاب ولسوالۍ سره نښلوي؛ تړل شوى او د اړوندو ادارو منسوبينو د غاښي د خلاصولو لپاره سيمې ته استول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته