امنیت

دوسله والو طالبانو يوه قرارګاه دکوماندو ځواکونوله خوا ونيول شوه.

کابل باختر د کب دمياشتې  ٦ :
کوماندو ځواکونو په لوګرکې دوسله والو طالبانو ديوې ستر قرار ګاه په نيولو بريالي شول.
دغه قرارګاه دپل علم ښار ته څيرمه موقعيت درلود اووسله والو طالبانوله هغه څخه ددغه ولايت په ځينو سيمو کې د خپلو ډاراچوونکوبريدونو د سازمان ورکولوپه خاطر استفاده کوله.
دکوماندو  ځواکونو وياند احمد جاويد سليم باختر آژانس ته وويل چې د کوماندو ځواکونو په بشپړه توګه دغه قرارګاه نيولې ده.
له دغه قرارګاه څخه څوميله وسلې هم د کوماندو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
او دطالبانود بيرغ پر ځاى يې د افغانستان درې رنګه بيرغ پورته کړى دى.
درارسيدلوخبرونو له مخې : په دغو عملياتو کې طالبانو ته دسر زيان اوښتى دى
خودقيق شمير يې معلوم نه دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته