
کابل، د کب ۲۴مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمد یونس راشد ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د جلال آباد ښار بهسودو پل ته څېرمه د فوټبال لوبغالي کې د هېواد په کچه د کرکټ ټیپ بال لوبو د غوراوي پیل شویو سیالو کې له یو شمېر لوبغاړو سره وکتل.
راشد زیاته کړه: «د اسلام مبارک دین د سپورت په برخه کې ښه ارشادات لري، په همدې خاطر ځوانانو ته په کار ده، چې د سپورت په ټولو ډګرونو کې پرمختګ وکړي. اسلامي امارت هم د خپلو لوبغاړو د لا ښه پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.»
د ټیپ بال کرکټ دغه لوبې څو ورځې وړاندې د هېواد بدني روزنې او سپورټ ریاست له لوري پیل شوې، چې په کې د هېواد د شپږو غوره ټیمونو لوبغاړو ګډون کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې د یادو سیالیو موخه ۲۰۲۳ کال لپاره د نولس کلن ملي ټیم او A ټیم ته د غوره لوبغاړو انتخابول دي.
لمر