کابل، د غبرګولي ۱۹مه، باختر
د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار مسئولینو له پاکستان څخه هېواد ته د بې اسنادو بار وړونکو موټرو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی.
يو شمېر دغه موټر چې په ننګرهار کې درول شوي وو، د ضمانت له ترلاسه کولو وروسته بېرته د ډيورنډ له کرښې آخوا خيبر پښتونخوا ته لېږدول شوي دي.
د ننګرهار د ترانسپورټ رئیس قاري حنظله ملنګ د باخترآژانس خبريال ته وويل چې له دې وروسته به بې اسنادو وسايطو ته اجازه ورنکړل شي چې افغانستان ته داخل شي.
ع