فرهنګ

د تلويزيوني خپرونو د ډيجيټلي کولو په اړه ټاکل شوي کميسيون، خپله دريمه غونډه ترسره کړه

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٥
د وزيرانو شورا له پرېکړې سره سم، په هېواد کې د تلويزيوني خپرونو له انالوګ سيسټم څخه ډيجيټل سيسټم ته د انتقال د پروسې په اړه ټاکلي کميسيون چې مشري يې د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجينير محمد خان کوله، خپله دريمه غونډه د اجرائيه رياست د لومړي معاونيت په دفتر کې ترسره کړه
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغه کميسيون کې چې مخابراتو، اطلاعاتو او فرهنګ او د حج او اوقاف وزارتونو د بيلا بيلو ادارو استازو په کې ګډون درلود، په هېواد کې د تلويزيوني خپرونو د کيفيت او له انالوګ سيسټم څخه نوي او ډيجيټلي سيسټم ته د اړولو په اړه مفصلې خبرې وشوې.
دغه غونډه د ياد کمېسيون د تېرو دوو غونډو په تعقيب کې دريمه ناسته وه، د کميسيون په تېره ناسته کې چې د لومړنۍ غونډې د پرېکړې په اساس يې د تيلويزيوني خپرونو د ډيجيټل کولو د پروسې د قرارداد ګټونکي شرکت عقاب او د تيلويزيونونو د اتحاديې استازو په کې ګډون کړی و او دواړو لوريو په کې خپلې اندېښنې او وړانديزونه وړاندې کړي وو؛ د غونډې ګډونوالو يې په اړه مفصلې خبرې وکړې.
د غونډې پر مهال، د اطلاعاتو او فرهنګ، حج او اوقاف او مخابراتو وزارتونو استازو په هېواد کې د تيلويزيوني خپرونو د ډيجيټل کولو په اړه خپل وړانديزونه او غوښتنې وړاندې کړې او ټولو د خپرونو د انالوګ سيستم څخه ډيجيټل کولو په اړه اتفاق وکړ او د وزيرانو له شورا څخه یې غوښتنه وکړه چې په اړه دې هر څومره چې ممکن وي،ډير ژر پريکړه وکړي، تر څو د دې پروسې د عملي کېدو پر وړاندې شته خنډونه له منځه لاړ شي.
د کميسيون مشر او د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجينير محمد خان غونډې ته د خپلې وينا پر مهال وويل: د تېرو دوو غونډو د پرېکړو، په دې اړه د شته ستونزو او د اړوندو خواوو د اندېښنو او وړانديزونو د اورېدلو وروسته، دا واضحه شوې چې ټولې خواوې په هېواد کې د تيلويزيوني خپرونو د ډيجيټلي کېدلو پلوي دي.
ده زياته کړه چې د تلويزيونونو د اتحاديې د يو لړ اندېښنو د له منځه وړلو په موخه دا اړينه ده چې ملي راديو تيلويزيون دې هم په ياده پروسه کې د عقاب شرکت سره ګډون وکړي، تر څو ياده پروسه په راتلونکي کې د دولت ملاتړ له ځان سره ولري.
د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجينير محمد خان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته دنده ورکړه چې د دې پروسې لپاره د هېواد نافذه قوانينو په رڼا کې باید په لنډ وخت کې يوه مقرره ترتيب کړي، تر څو د کابينې مجلس پرې اړين بحث وکړي.
ښاغلي محمد خان د غونډې په پای کې د وزيرانو شورا دارالانشاء ته دنده وسپارله چې د ياد کميسيون د ټولو غونډو لنډ راپور دې د وزيرانو شورا سبانۍ ناستې ته وړاندې کړي چې د وزيرانو شورا پرې خپله وروستی تصميم ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته