خبرونهفرهنګټولنهTOP

راشد: اسلامي امارت ځوانانو ته د ديني او عصري زده کړو د زمينې برابرولو مسووليت لري

 کابل، د سلواغې ١٩مه، باختر

زابل ته د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د ځوانانو ستونزې او غوښتنې واورېدې.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې که ځوانان د ټولنې لپاره کار وکړي ټولنه او نظام به پیاوړی وي.

ورته مهال د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد وویل، چې ځوانان زیاته انرژي لري او باید خپلو خلکو او ټولنې ته کار وکړي، ترڅو ځان او ټولنه د نورو له احتیاج څخه خلاصه کړي.

نوموړي زياته کړه، چې ځوانان باید د خپل شته اسلامي نظام ساتنه وکړي، ځکه موجود نظام د ولس څخه جوړ دی او دغه نظام به د ځوانانو په ملاتړ را پورته کېږي.

هغه وویل، چې اسلامي امارت مسوولیت لري، څو ځوانانو ته د دینی او عصري زده کړو زمینه برابره کړي، خو په بدل کې یې د ځوانانو څخه غوښتل کېږي، چې ټولنې ته د کار کولو ترڅنګ د خپل اسلامي نظام ملاتړ وکړي.

وروسته د ځوانانو او د ځوانانو چارو د معین قاري محمد یونس راشد تر منځ آزاد بحث او مناظره پیل شوه، چې په ترڅ کې یې ځوانانو خپل سوالونه، غوښتنې نظریات شریک کړل او د ځوانان چارو معین یې د حل ژمنه وکړه.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا