کابل باختر د زمري اتمه :
دولس تنه وسله وال طالبان پرون دجوزجان ولايت داقچې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ووژل شول .
دغه طالبان دجوزجان ولايت داقچې ولسوالۍ په جبار شهيد کلي کې له ملي امنيتي دفاعي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول .
دجوزجان دوالي وياند رضا غفوري باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
ده ددښمن په دې ماته کې د درندو وسلو رول اغيزمن وباله او څرګنده يې کړه چې په دې نښته کې پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .
په دې وروستيو وختو کې داقچې ولسوالۍ يوشمير اوسيدونکي دوسله والو طالبانو د ظلمونو له امله دجوزجان ولايت مرکز او دمزارشريف ښار ته بې ځايه شوي دي . او ملي امنيتي او دفاعي ځواکونه ددښمنانو دځپلو لپاره لازم اقدامات کوي .
0 1 دقیقه لوستل