نړۍ

پنځه تنه نور په پاکستان کې اعدام شول

 اسلام آباد ډي ډان باختر دوري دمياشتې ٢٧ :
پنځه تنه نور نن د پاکستان د پنجاب ايالت په بېلابېلو جيلونوکې اعدام شول.
باختر آژانس د پاکستاني رسنيو له خولې خبر راکړ:
دغه کسان د وژنې په جرم په دار وځړول شول او دا په داسې حال کې ده چې د دوو تنو نورو مجرمينو اعدام وځنډول شو.
د پاکستان حکومت په پيښورکې د پوځيانو تر ادارې لاندې په يوه ښوونځي د طالبانو د ډلې له بريد وروسته د مجرمينو اعدامول له  سره پيل کړل .
په دې بريدکې چې تېرکال د ليندۍ د مياشتې په ٢٦نيټه ترسره شو؛ د ښوونځي د ١٣٢ تنو زده کوونکو په ګډون ١٥٠ تنه ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته