ټولنه

په قندهارکې سلګونو کورنیو مرستې ترلاسه کړې

کابل/ د سلواغې ١٢مه/ باختر
په قندهارکې پر ۶۹۶ بېوزلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت ویاند فریدون آژند نن د باختر آژانس خبریال ته وویل چې په مرسته کې اوړه، وریجې، غوړي او مالګه شته چې پر یوشمېر بېوزلو کورنیو ووېشل شوه.
هغه وویل چې دغه مرستې د دغه وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام د غلو دانو بانک له لارې ووېشل شوې.
د یو بل خبرله مخې:
د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت، د ولسي تړون د ملي پروګرام له لارې په میدان وردګو کې پر لسګونو اړو او بېوزلوکورنیو خوراکي توکي ووېشل.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته