امنیت

په هلمند کې د جنايي جرمونو په تړاو ۴۱ کسان ونیول شول

کابل/دتلې۲۴مه/باختر
د هلمند په مرکز او څو ولسوالیوکې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ۴۱ کسان د بېلابېلوجرمونو په اړوند نیولي دي.
چارواکي وايي چې دغه کسان د تېرې یوې میاشتې په اوږدوکې د وسله والې غلا، شوکمارۍ او باج اخېستنې په تړاو نیول شوي دي.
له کورنيو چارو وزارت څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې له نیول شویو کسانو څخه ۹ موټرونه، ۱۰ موټرسایکلونه، یوه رېکشا، دوه کلاشینکوفونه، دوې تومانچې او نقدې پیسې هم ترلاسه شوې دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته