کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٢
د ننګرهار ولايت د بهسود ولسوالۍ د ميرانو د کلي د اوبو لګولو د کانال د جوړولو کار بشپړ او نن ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار د اوبو د تنظيم رييس دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پروژه چې د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ په ميرانو کلي کې جوړه شوې ده؛ ١١٠٠ هکتاره کرنيزې ځمکې خړوبوي او ٣٠٠ متره استنادي ديوال چې جوړ شوى دى؛ د کانال د شاوخوا اوسيدونکي د اوبو د څپانده کيدو له ګواښ څخه خوندي ساتي.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: د دغه کانال له اوبو څخه نه يواځې د بهسود ولسوالۍ د ميرانو د کلي اوسيدونکي بلکې د هغه د ګاونديو کليو خلک به هم ورڅخه ګټه واخلي.
2 د یوې دقیقې څخه لږ