امنیت

دپاکستانيانو په ګډون نهه ويشت تنه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول .

کابل باختر د ثور اتلسمه :
په تيرو څليرويشتو ساعتوکې په غزني ولايت کې دڅوارلسو پاکستانيانو په ګډون نهه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه وسله وال طالبان د ١٩٥ عقاب  دعملياتوپه بهير کې چې له څه مودې راپديخوا د ٢٠٣تندر قول اردو او دلومړي ضربتي لوا دمنسوبينو له خوا دغزني ولايت  دګيلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ترسره شول ووژل شول .
په تيرو څليرويشتو ساعتو کې ددغو عملياتو په  بهير کې دڅوارلسو پاکستانيانو په ګډون نهه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه ديرش تنه نور طالبان ټپيان شول .
دغه راز په دغو عملياتو کې ددښمن يوې اندازې سپکې او درندې وسلې او درې موټرونه هم ترلاسه شوي دي .
ددغو عملياتو له پيل څخه چې څو ورځې تير شوى دى تراوسه پورې ددښمن څه ناڅه  سل تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي   او يوه اندازه  جنګي اوليږدونکي وسايطې  يې هم دملي اردو دځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته