خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

کابل/ د کب ٢٣ مه / باختر

که څه هم په دې وروستیو کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړشوی، خو د لومړنيو توکو او دغه راز د سون توکو په بیو کې یو څه لوړوالی راغلی دی.

د باخترآژانس مفسر ليکي: په افغانستان کې د اسلامي امارت له بریا وروسته  د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په بې ساري ډول راښکته شو، چې له امله یې د ټولو لومړنيو توکو او سون توکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې.

د اسلامي امارت مسوولانو هڅې پیل کړې چې افغانۍ د بهرنيو اسعارو پر وړاندې  يو ځل بيا ارزښت پيدا کړي او د اسعارو په مارکيټ کې خپل ثبات بيا ومومي، په  هغه وخت کې یو ډالر په ١٠٥ افغانیو تبادله کېده، خو نن یو ډالر په ٨٥ افغانۍ تبادله کېږي او دا ښه خبر دی، خو سره له دې هم د خوراکي او سون توکو په بیو کې  ډير لږ کموالی ليدل کېږي.

د روژې په مبارکه میاشت کې د لومړنيو توکو د بیو لوړېدو د خلکو اندېښنې راپارولې دي، که څه هم  هټیوال او د لومړنيو توکو  واردونکي د بیو د لوړېدو لامل د اوکراین په ګډون نړیوال کړکېچونه بولي، خو دا لاملونه له بهانې پرته بل څه نه دي او په دې کارسره نه شي کولاى چې خلک قانع کړي.

د بېلګې په توګه په اوکراين کې له شاوخوا دوو اوونيو راهيسې جګړه روانه ده، خو په افغانستان کې د لومړنيو توکو د بيو د لوړېدو ستونزه بيا تېرو مياشتوته ځي، بل حقيقت دا دی چې د تېر کال په څېر سږ کال هم د روژې په مبارکه مياشت کې د لومړنيو توکو واردونکو د لومړنيو توکو بيې  لوړې کړي  چې موخه يې  د زياتې  ګټې ترلاسه کول دي.

کله چې يو ډالر ۱۰۵ افغانیو ته ورسېد، د غوړيو یا نورو لومړنيو توکو بیه همدومره لوړه شوه، خو اوس چې یو ډالر ۸۵ افغانیو ته راټیټ شوی دی، د لومړنيو توکو په بیو کې ډېرکم بدلون راغلي او د زیاتې ګټې ترلاسه کولو لپاره د لومړنيو توکو د زيرمه کولو خبرونه هم ورکول کېږي.

دا رښتيا ده چې افغانستان یو وارداتي او مصرفي هېواد دی او تر څو چې موږ په وارداتو او صادراتو کې انډول ونه لرو، دا ډول ستونزې به وي، خو د دغه شان ستونزو حل لپاره اوږد مهاله پلان ته اړتيا ده، په لنډه موده کې، حکومت باید د بازار د مداخلې په ګډون یو لړ پلانونه ولري.

په اوس وخت کې کابل ښاروالۍ د لومړنيو توکو د بيو لیست ترتیب کړی چې تر یوه حده کولاى شي ستونزو ته رسيدګي وکړي، نو خلک هیله من دي چې اسلامي امارت به لومړی په بانکونو کې شته ستونزې هوارې کړي. بل ګام د حل لاره دا ده چې

صادرات زیات شي، په ځانګړې توګه تازه مېوې، او پرځای یې لومړني توکي لکه اوړه، وريجې او غوړي وارد شي، په داسې حال کې چې زموږ سوداګر د ورته توکو په واردولو کې له ستونزو سره مخ دي، د لومړنيو توکو تبادله کولای شي د لومړنيو توکو واردولو لپاره ښه لاره پرانېزي.

همدا رنګه اسلامي امارت باید په هېواد کې د لومړنيو توکو د زياتوالي او د نرخونو د ټیټوالي، اقتصادي ننګونو او په افغانستان کې د پانګونې او سوداګرۍ د چاپېریال د محدودیتونو د حل په موخه د شته ستونزو د هواري لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته