ټولنه

په ننګرهار کې له سلګونو اړو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل / د غويي ٢٣مه / باختر
په ننګرهارکې له سلګونو اړو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، وريجې، چاى، لوبيا، نخود او مکروني شامل دي.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې دوره کې د الکوزي شرکت له څه دپاسه ٤٠٠ کورنيو سره د خوراکي توکي مرسته کړې ده.
په افغانستان کې د کرونا ويروس په خپرېدو او د سلګونو زرو کارګرانو په وزګارتيا سره پر اړو کورنيو د بشر دوستانه مرستو د وېش بهير کړندى شوى دى.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته