امنیت

پنځه طالبان په غور کې ووژل شول

کابل/ د تلې ۸ مه/باختر
پنځه وسله وال طالبان په غورکې په هوايي بريد کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو نن د دولتيار ولسوالۍ بازار ته څېرمه هغه وخت بريد وشو چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو.
د هېواد په لوېديځ کې د ظفر قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په بريد کې ٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې د پوځيانو د سپرلۍ پر کاروان د طالبانو بريد ناکام شو.
وسله والو طالبانو تېره شپه په فېروکوه – دولاينې لويه لاره کې د پوځيانو د سپرلۍ پر کاروان په يرغل سره غوښتل دغه لويه لاره د پوځيانو پرمخ وتړي چې د هوايي او ځمکنيو ځواکونو له غبرګون سره مخ شول.
ويل کېږي په بريدونوکې وسله والوطالبانو ته د سر زيان اوښتى دى، خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته