روغتیا

رنځور وال کشميري وفات شو

کابلباختر د سلواغى ٢٢ مـــــــــــــه

د عا مې روغتيا وزارت مقا ما تودرنځوروال ډا کتر سردار محمد کشميري د مړينې خبر ورکړ

دجمهوريت روغتون د هما تولوژي د سر ويس مسول رنځوروال کشميري د هغې ناروغې له ا مله چې ور پيښه شوې وه ،پرون د ٥٣ کلنۍ په عمر وفات شو .

 د عا مي رو غتيا وزارت دډاډ ګيرنې په هغه پيغام کې چې د باختر اطلاعاتي ا ژانس ته ليږل شوي ، ويل شوي دي : ارواښاد سردارمحمد کشميري په بهر کې ددو کتورا په سويه لوړي زده کړي پاى ته رسو لى وې او څه دپاسه شل کاله عمر يې د عا مې رو غتيا وزارت په اکاډميکو رو غتو نو نو کې دوينې ناروغانو ته درو غتيا يي خدمتونو د وړا ندې کولو لپاره وقف کړل

 په دې پيغام کې د عا مې رو غتيا وزارت سرپرستې ډا کترې ثريادليل د اروا ښاد رنځور وال کشميري مړينه په هيواد کې دطبابت په برخه کې يوه ستره ضايعه وبلله ، دغه اروا ښاد يې دهما تولوژي په برخه کې يو پوه او مجرب ډاکتر و باله ، او ويې ويل: دده علمي تشه په نږدي را تلونکې کې دجبيري وړ نه ده

ډا کترې دليل د لوى خداى (ج) له در بار څخه اروا ښاد ته دفردوس جنت او پا تي کسانو اود هيواد طبئ کور نۍ ته يي د جميل صبر هيله و کړه

دغه را ز دافغا نستان دډا کترا نو او روغتيا يي کارکوونکو سرا سري اتحاد يې اود کا بل دطبي پو هنتون د استادا نو ټولنې هم د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته دپيغا مو نو په ليږلو سره داروا ښاد کشميري مړينه يوه ضايعه و بلله ، د خپلي ډاډ ګيرنې او خوا خوږۍ مراتب يې د ارواښاد کورنۍ او خپلوا نو ته څرګند کړى دى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته