نړۍ

په سعودي عربستا ن کې ځانمرګى بريد .

رياض  باختر د سلواغۍ لسمه :
دسعودي عربستان په ختيځ کې دشيعه ګانو په يوه جومات پرون دځانمرګي بريد له امله څه ناڅه څلور  تنه ووژل شول او ١٨ تنه  نور ټپيان شول .
دالجزيرې دخبري سايت دخبرله مخې : دوو تنه ځانمرګي بمي يرغلګر  پرون  دجمعې دلمانځه  داداکولو په وخت کې د عربستان په الاحساسيمه  کې يوه جومات ته ننوتل  کله چې دامنيتي ځواکونو له خوا ودرول شو يوه ځانمرګي بمي يرغلګر ځان دجومات په دروازه کې  وچاوه  او دمتقابلو ډزو سبب شو او دويم ځانمرګى بمي يرغلګر په ټپي حالت کې ونيول شو .
  تراوسه پورې ددغه بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستى خو دروان کال دتلې دمياشتې په وروستيو  وختو کې دداعش ډلې په سعودي عربستان  دشيعه ګانو په يوه جومات کې دځانمرګي بريد مسووليت په غاړه واخيست  چې  ديوه تن دوژل کيدو او د ١٦ تنو نورو  ټپي کيدو سبب شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته