امنیت

٢٩ ميله غير قانوني وسله دکابل دپوليسو لاس ته ورغله .

کابل باختر  دغبرګولي  ١٣

  دکابل پوليسو نهه ويشت ميله وسله چې په نامعلوم لوري  ليږدول کيده ترلاسه کړه او عامل  يي ونيوه .

 دکابل دساحوي زون دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو دکشف او تحقيق رييس جنرال  محمد ظاهر دباختر اژانس خبريال ته وويل دکابل پوليسو نهه ويشت کلاشينکوفونه ، چې په يوه تونس موټر کې  ځاى پرځاى شوي وو دکابل ښار دلسمې ناحيي په ساحه کې  ترلاسه کړل  او دموتر چلوونکى ونيوه

 په دې اړوند زيات معلومات نه دي ترلاسه شوي خو دغه اندازه وسله په داسي حال کې دپوليسو لاس ته ورغله چې دکابل دساحوي زون امنيه قوماندانۍ نن په کابل کې دغير مجازو  وسلودراټولولو عمليات پيل کړل

 دپوليسو مقامات وايي دغه پروګرام په برياليتوب سره پرمخ روان دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته