کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
د مهاجرينو د راستنولو دچارو وزارت په غور او روزګان ولايتونوکې له څه دپاسه ٢٦٠بېځايه شويوکورنيو سره د خوراکي توکو او جامو مرسته وکړه.
دغه توکي د انصاري موسسې په مرسته د دغو ولايتونو په مرکزونو کې په ميشتو بېځايه شويو کورنيو وويشل شول .
د روزګان د ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو آمر عبدالقهار باختر آژانس ته خبرورکړ چې په هرې کورنۍ سل کيلوګرامه اوړه، يوه شړۍ،يو ترپال، د پخلنځي وسايل او د ګازو يو ډبې وويشلې شوې .
دغه کورنۍ له نا امنو ولسواليو څخه د روزګان او غور د ولايتونو په مرکزونوکې ځاى پرځاى شوې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ